په غزني ولایت کې د یوه نوي منځني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ جانهشاکي سیمې د شاکي منځني ښوونځي نوې ودانۍ د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په يادو مراسمو کې د غزني پوهنې رئیس، د جغتو ولسوالۍ پوهنې آمر، د سیمې یو شمېر ځایي مسوولینو، علماءکرامو، قومي مشرانو، ښوونکو او زدهکوونکو ګډون درلود٠
یاد ښوونځی په یو نیم جریب ځمکه کې جوړ شوی، چې اته درسي خونې او ټول اړین ملحقات لري.
د دغې ودانۍ پر جوړولو ټولټال ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په بشپړېدو سره یې د سیمې د سلګونو ماشومانو لپاره د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
