په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو
د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل شو.
په یاد سیمینار کې د غزني ولایت د دهیک، زنخان، خواجهعمري، ناور، رشیدان، خوږیاڼي، جغتو، واغظ او قرهباغ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړي ګډون لري.
