په سرپل کې د ساینس او ریاضیاتو المپیاډ جوړ شو
د زدهکوونکو ترمنځ د علمي استعدادونو د پېژندنې، د نوښتګر تفکر د پیاوړتیا او د څېړنې او نوښت کلتور دودولو په موخه، په سرپل ولایت کې د ساینس او ریاضیاتو المپیاډ جوړ شو.
په یاد المپیاد کې د سرپل ولایت د مرکز او سانچارک، بلخاب، ګوسفندي، سوزمهقلعه، صیاد او سیدآباد ولسوالیو د ښوونځیو زدهکوونکو خپلې ۹ علمي او نوښتګرې پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
یادې پروژې د یوې تخصصي ارزونې کمېټې له لوري د خلاقیت، نوښت، عملي ګټې او د وړاندې کولو د کیفیت له مخې وارزول شوې.
