په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ ۹۵ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې
د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ دوآب توخي ښوونځي د نوې ودانۍ رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد ښوونځي د ودانۍ جوړولو ټولیز لګښت، چې ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ کېږي، د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.
دغه ودانۍ ۸ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري، چې د دوآب ولسوالۍ د خلکو له لوري پر وقف شوې دوه جریبه ځمکه جوړه شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې د پورته ذکر شوي ښوونځي په پرانیستې سره به ۳۵۰ تنو زدهکوونکو ته مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابر شي.
