په زابل ولایت کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د مدرسې فعالیت پیل شو.
په دې وروستیو کې د زابل ولایت پوهنې ریاست تر چتر لاندې د سیوري ولسوالۍ شیلي کلي کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) مدرسه پرانیستل شو.
د يادې مدرسې د پرانيستنې په مراسمو کې پوهنې رياست سرپرست الحاج مولوي ګل ولي، د امنيتي او اداري رياستونو مسؤلينو، د ولسوالۍ علماؤ او قومي مشرانو ګډون کړى و.
په پیل کې د پوهنې رئیس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: د خوښۍ ځای دی چې په هېواد کې د دیني زده کړو مرکزونو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي، چې د ټولنې په پرمختګ او اصلاح کې د پام وړ رول لري.
هغه زیاته کړه: د زابل پوهنې ریاست په ټول توان سره د مدارسو پیاوړتیا لپاره کار کوي او په دې برخه کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کوي.
اوس مهال په دې مدرسه کې ٣٠٠ تنه طا/لب العلمان وړو او لويو دورو کې په زده کړو بوخت دي او په ښځينه ټولګيو کې ١٣٠ تنه ښځينه زده کوونکې د قرانکريم تلاوت او حفظ برخو کې زده کړې کوي.
د يادونې وړ ده، چې ياده ديني مدرسه د الحاج مولوي محمد يعقوب م_ جاهد په مالي مرسته جوړه شوې، چې څلور درسي خونې له ټولو اړتياوو سره لکه : د څښاک پاکې اوبه، مجهز تشنابونه، ترانسپورتي سيستم او نور لري.
