په دایکنډي کې د یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۳۹
szdsa

د دایکنډي ولایت کیټي او کجران ولسوالیو اړوندو ښوونځیو د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو او د تدریسي کیفیت ښه والي په موخه، د ۳۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزې برنامې پيل شوې.
په یادو برنامو کې ۲۴ ښوونکو په کیټي او ۱۱ ښوونکو په کجران ولسوالۍ کې ګډون کړی.
د پوهنې مسوولینو د ښوونې او روزنې په کیفیت لوړولو کې د مسلکي ښوونکو پر اساسي رول ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې تر لاسه کړي مهارتونه په خپلو درسي ټولګیو کې پلي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۴۱
Background image

په پنجشېر کې د حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت سره د درسي توکو مرسته وشوه

د غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یو تن علم‌پرور شخصیت ښاغلي غلام ایشان ملک‌زاده له لوري د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې له آمریت سره د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

په دایکنډي کې د یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامې پیل شوې

د دایکنډي ولایت کیټي او کجران ولسوالیو اړوندو ښوونځیو د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو او د تدریسي کیفیت ښه والي په موخه، د ۳۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیا کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست له لوري د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت په موخه له ۱۶ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو په. . .

BACK TO NEWS