په دايکنډي ولایت کې د نجونو یو باب دیني مدرسه پرانيستل شوه
د دايکنډي ولایت مرکز نيلي ښار اړوند په حولي دشت سیمه کې د بي بي عايشه(رضي الله عنها) په نامه د نجونو ديني مدرسه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د يادې مدرسې د پرانیستلو پر مهال، د دایکندي ولايت د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د ښوونځيو او مدارسو په ارزښت خبرې وکړې او د ښوونیزو بنسټونو رول یې د ذهنونو په روښانه کولو، د ټولنې په اصلاح او د هېواد په پرمختګ کې خورا مهم وباله.
له بلې خوا یو شمېر نورو ویناوالو د پوهنې پر ارزښت ټینګار وکړ او د تعلیمي مرکزونو جوړېدل یې د هېواد د بچیانو د روزنې په برخه کې یو نېک ګام وباله.
باید وویل شي چې؛ څه موده وړاندې د همدې ولایت د مرکز اړوند بالا باغ لزیر کلي کې یو بله دیني مدرسه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
