په خوست کې د لکڼو سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۴:۴۷
په خوست کې د لکڼو سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې وزارت، خوست :د خوست ولایت مرکز پورې اړوند د لکڼو سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مرستیال والي ښاغلي عبدالواحد پټان، د ولایتي شورا استازي قمرعلي لکڼوال، د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان، د بېلابېلو ادارو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او زده کوونکو له لوري پرانیستل شوه.

د خوست مرستیال والي وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، دا ودانۍ په دریو پوړونو کې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د هندوستان هیواد په مالي ملاتړ جوړه شوې.

ښاغلي پټان زیاته کړه ، ولایتي ادارې ته د پوهنې بهیر لومړیتوب لري او په نوي کال کې به هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې شي، چې دا مهال یې زده کوونکي سرپناه نه لري.

همدارنګه د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان په خپلو خبرو کې وویل: یاده ودانۍ ۱۷ ټولګي، ۶۸۸ متره د احاطې دیوال، ۵ غرفې تشنابونه، د اوبو ژوره څاه، ۲۲۰ جوړې میزونه او چوکۍ او نورې اړوندې ښونیزې آسانتیاوې لري، چې د یادې ودانۍ په جوړیدو سره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شو.

همدا شان په یاده غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو ویناوې وکړې او د یاد ښوونځي په پرانیستو یې خوښي څرګنده کړه او دا یې د خوست او په ځانګړي ډول د لکڼو لپاره لویه پروژه وګڼله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۸
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي چاپېریال ښه والي او زده‌کوونکو ته د درسي وسایلو برابرولو په موخه ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم او د شپاړسمې حوزې اړوند د نازو عالي لېسې زده‌کوونکو ته یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

په کندهار ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو پرانیسته وشوه

د کندهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره ډالرو په ټولیز لګښت جوړې او د یاد ولایت پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۲
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست چارواکو د پوهنې وزارت له مسئولینو سره وکتل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، یو شمېر مسئولینو، تخنیکي ټیم او همدارنګه د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده‌کړو معین، د مالي او حسابداري رئیس او یو شمېر رئیسانو ترمنځ، د معیاري ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS