په خوست کې د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې لپاره د اماده ګۍ یو کلن پروګرام رسماً پيل شو
په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د مېټه خان لېسې په انګړ کې جوړ شوي وو، د پوهنې رئیس سربېره پکې د مندوزیو ولسوال محمد یونس ځدراڼ ، د دې لېسې زده کوونکو ، ښوونکو او د سیمې خلکو ګډون کړی و.
پوهنې رئيس ګډون والو ته ددې پروګرام پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، په دغه پروګرام به ټولې ۱۰ میلیونه افغانۍ ولګول شي.چې ۵۵۵۰ زده کوونکو ته په ۷۰ لېسو کې د ۱۴۴ ښوونکو له لخوا د یو کال په موده کې ځانګړې روزنه ورکړل شي، په دې برنامه کې به له رسمي ساعتونو وروسته زده کوونکو ته د فزیک، ریاضي، کیمیا او بیولوژي برخه کې د ځانګړو معلمینو په واسطه د اماده ګۍ لپاره ترتیب شوي درسونه ویل کېږي.
د پوهنې رییس له زده کوونکو نه وغوښتل چې پروګرام په سم ډول تعقیب کړي، تر څو د کانکور په از موینه کې د خپلې خوښې وړ پوهنځيو ته لار ومومي.
