په خوست کې د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې لپاره د اماده ګۍ یو کلن پروګرام رسماً پيل شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۴:۰
په خوست کې د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې لپاره د اماده ګۍ یو کلن پروګرام رسماً پيل شو

په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د مېټه خان لېسې په انګړ کې جوړ شوي وو، د پوهنې رئیس سربېره پکې د مندوزیو ولسوال محمد یونس ځدراڼ ، د دې لېسې زده کوونکو ، ښوونکو او د سیمې خلکو ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی و.
پوهنې رئيس ګډون والو ته ددې پروګرام پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، په دغه پروګرام به ټولې ۱۰ میلیونه افغانۍ ولګول شي.چې ۵۵۵۰ زده کوونکو ته په ۷۰ لېسو کې د ۱۴۴ ښوونکو له لخوا د یو کال په موده کې ځانګړې روزنه ورکړل شي، په دې برنامه کې به له رسمي ساعتونو وروسته زده کوونکو ته د فزیک، ریاضي، کیمیا او بیولوژي برخه کې ‌د ځانګړو معلمینو په واسطه د اماده ګۍ لپاره ترتیب شوي درسونه ویل کېږي.
د پوهنې رییس له زده کوونکو نه وغوښتل چې پروګرام په سم ‌‌‌‌‌‌ډول تعقیب کړي، تر څو د کانکور په از موینه کې د خپلې خوښې وړ پوهنځيو ته لار ومومي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

مساعدت مواد درسی برای بیش از ۴۰ هزار تن شاگرد در ولایت لوگر

برای حدود ۴۱۸۸۰ تن شاگردان صنوف اول تا پنجم ۲۸۹ مکتب ولایت لوگر، مجموعا ۲۰۹۲ بستهٔ کمک‌ درسی به ارزش حدود ۱۹۳ هزار دالر، از سوی یک نهاد همکار مساعدت شده است.
به گفته مسوولان معارف ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

صنوف درسی جدید برای یک مکتب در ولایت زابل تهدابگذاری شد

سنگ تهداب ۷ باب صنف درسی و یک اتاق اداری برای لیسه مرکزی ولسوالی شملزی ولایت زابل روی قطعه زمین وقف شده به مساحت ۱۰ جریب گذاشته شد.
به گفته مسوولان معارف در آن ولایت، هزینهٔ ساخت این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

نصب سیستم برق خورشیدی برای یک باب مدرسه دینی در ولایت پکتیکا

برای مدرسهٔ دینی امام ابوحنیفه (رحمه الله‌ علیه) در ولسوالی اومنه ولایت پکتیکا، سیستم برق سولری با ظرفیت ۳ کیلووات به هزینه ۴۰ هزار افغانی فعال شد.
محترم مولوی عبدالوکیل خالد، رئیس. . .

بازگشت به اخبار