په جوزجان ولایت کې یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره د ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۵ جریبه ځمکه وقف شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۸
5145

د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ د کومرلیک کلي اوسېدونکو "امداد العلوم" دیني مدرسې ته څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۵ جریبه ځمکه وقف کړې ده؛  د پوهنې چارواکو په وینا، دغه اقدام به په محرومو سیمو کې د پوهنې په پراخولو کې مهم رول ولوبوي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد وايي چې، په همدغه کلي کې پخوا هېڅ تعلیمي مرکز شتون نه درلود او پورته ذکر شوې مدرسه په دې سیمه کې د اسلامي ا.مارت له راتګ وروسته جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د ځمکې د ورکړې سربېره، د سیمې اوسېدونکو په موقت ډول څو درسي خونې هم جوړې کړې دي، ترڅو د درسي خونو نشتوالي له امله د دغې مدرسې ستونزې کمې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS