په جوزجان ولایت کې یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره د ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۵ جریبه ځمکه وقف شوه
د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ د کومرلیک کلي اوسېدونکو "امداد العلوم" دیني مدرسې ته څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۵ جریبه ځمکه وقف کړې ده؛ د پوهنې چارواکو په وینا، دغه اقدام به په محرومو سیمو کې د پوهنې په پراخولو کې مهم رول ولوبوي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد وايي چې، په همدغه کلي کې پخوا هېڅ تعلیمي مرکز شتون نه درلود او پورته ذکر شوې مدرسه په دې سیمه کې د اسلامي ا.مارت له راتګ وروسته جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د ځمکې د ورکړې سربېره، د سیمې اوسېدونکو په موقت ډول څو درسي خونې هم جوړې کړې دي، ترڅو د درسي خونو نشتوالي له امله د دغې مدرسې ستونزې کمې شي.
