په جوزجان ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د جوزجان پوهنې ریاست د پلاوي په جضور کې له ۱۳ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد د ازموینې له پروسې څخه د لیدنې پر مهال وویل: وروسته له هغه چې د زدهکوونکو تعلیمي کچه معلومه شي، هغوی به د خپلې سویې سره سم د رسمي ښوونځیو په مختلفو ټولګیو کې شامل شي؛ ترڅو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې دا پروسه به د پوهنې وزارت له کړنلارې سره سم له درېیو څخه تر پنځو ورځو پورې بشپړه شي او هڅه کېږي چې ټولې مرحلې په دقت، روڼتیا او معیاري اصولو سره سمې پلې شي.