په جوزجان ولایت کې د یوه منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۰:۵۹
123

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي: د ترناب ازبکیه منځني ښوونځي چې له پخوا یې ودانۍ نه درلوده او شاوخوا ۶۵۰ تنه زده کوونکو یې په ازاده فضا کې زده کړې کولې، اوس یې په یو جریب ځمکه کې د رغونې چارې پیل شوې.
په پیل کې د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د سیمې له شریفو خلکو څخه یې د یاد ښوونځي لپاره د ځمکې د ورکړې له امله په ځانګړې توګه حاجي عبدالوکیل رسولي څخه مننه وکړه او له نورو خلکو یې هم وغوښتل چې دپوهنې په برخه کې مادي او معنوي همکاري وکړي. 
د یاد ښوونځي ودانۍ چې ۵ درسي ټولګي او دوه اداري خونې به ولري، د یو میلیون او ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړیږي.
د ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې، د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد سربیره، د ولایت مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د سیمې یو شمېرعلماوو او مخورو هم حضور درلود. 
په پای کې د ولایت مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې، د مدارسو او ښوونځیو جوړول یو له خیریه کارونو څخه وګڼل او د ښوونیز وضعیت د لا ښه والي په برخه کې یې هر ډول همکارۍ ته چمتوالی وښود.
 غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۵۴
Background image

په جوزجان ولایت کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله علیه) ښوونځي بنسټ ډبره د ۱۸ مېلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په ایتمه قلعه کلي کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله علیه) ښوونځي بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو، د محلي ادارو چارواکو او د خلکو د استازو په حضور کې کېښودل شوه.
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۵۱
Background image

پکتیکا ولایت کې "د اسلام اساسات" ازموینې پایلې اعلان شوې

«د اسلام اساسات» ازموینه، چې د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ د پوهنې همکار فکري او کلتوري بنسټ لخوا اخیستل شوې وه، پایلې یې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې اعلان شوې.
په یاده ازموینه کې محبوب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د پوهنې محترم وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د یو رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، مسئولینو او د ښوونیزو پروګرامونو له آمرینو. . .

BACK TO NEWS