په جوزجان ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د جوزجان ولایت په ګرمو سیمو کې د اوړي د تقویتي ټولګیو ښوونکو او روزونکو لپاره «د زدهکړو پیاوړتیا او د زدهکوونکو د تعلیمي لاسته راوړنو ښهوالی» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد په وینا د درزاب، قوشتپې او خواجهدوکوه ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکي، چې له ګرمو سیمو څخه شمېرل کېږي، د یاد پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي دي.
د نوموړي په وینا، د دغې طرحې په چوکاټ کې ۶ بابه ښوونځي، ۱۲ تنه ښوونکي، ۶ تنه د مسلکي پراختیا غړي او ۴۸۰ تنه زدهکوونکي د تقویتي ښوونیزو پروګرامونو برخه ګرځي.
