په بلخ ولایت کې د کډوالو ماشومانو لپاره د زده کړو آسانتیاوې برابرې شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۰:۲۴
sf

د افغانستان .ا.ا. عالي مقام د مشرتابه د لارښوونې، په بنسټ د پوهنې وزارت د کړنلاې له مخې د بلخ ولایت مقام او د پوهنې ریاست په همکارۍ، په یاد ولایت کې له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو ۱۱۰تنو ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره شوه.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د بلخ ولایت د والي الحاج مولوي محمد یوسف وفا، د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل په ملتیا، د دهدادي ولسوالۍ ته ولاړ او په هغه غونډه کې یې ګډون وکړ، کوم چې د کډوالو ماشومانو د زده کړو په مناسبت جوړه شوې وه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د بلخ ولایت والي، د پوهنې وزارت معین او مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده کړې په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین په خپلو خبرو کې وویل: موږ خوشحاله یو چې په لږ وخت کې مو کډوالو ماشومانو ته د زده کړو آسانتیاوې برابرې کړې.

هغه زیاته کړه : الحمدلله، د .ا.ا.ا. له فتحې وروسته په هېواد کې زیات شمېر ښوونیز بنسټونه د نوي نسل د ښوونې او روزنې لپاره تاسیس شوي او د ښوونیز کیفیت په لوړوالي کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوې دي.

د پوهنې وزارت معین زیاته کړه، د دښمن له منفي تبلیغاتو سره سره، برعکس په ښکاره لیدل کېږي چې د ښوونځیو او مدارسو ترمنځ د واټن کرښه له منځه تللې او دا دواړه ښوونیزو بنسټونه سره یو موټی او متحد شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام راستنېدونکو کډوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ښوونځيو او مدارسو منظم سیستم به رامنځته کولو سره به د دوی ماشومانو ته رغنده ښوونیز چوپړونه وړاندې کړي.

دغه راز د بلخ پوهنې رئیس هم په دې اړه خبرې وکړې او ویې ویل: زموږ د اتلو ولسونو د هلو ځلو په بنسټ په هېواد کې نابرابرۍ او بدبختۍ ختمې شوې او له دې وروسته به هېڅوک د قوم، مذهب او ژبې په نوم له زده کړو بې برخې نه شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د دهدادي ولسوالۍ دصالح محمد فطرت په لېسه کې اوس زموږ دهېواد يوولس سوه تنه کډوال ماشومان په زده کړو بوخت دي او دغه ډول ښوونیزې آسانتیاوې د بلخ ولايت په نورو سيمو کې هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS