په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو
د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د دغه ارزښتناک اقدام د ستاینې ترڅنګ د خلکو همکاري او د مسوولیت احساس د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره د یووالي او ژمنتیا غوره بېلګه وبلله. نوموړي له ټولو خیرپالو او د سیمې له هغو اوسېدونکو څخه، چې د پورته ذکر شوي ښوونځي په بیارغونه کې یې ونډه اخیستې، مننه او قدرداني وکړه.
