په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول
د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایتالله سهار له اړوندو کسانو وغوښتل چې له دغو وسایلو څخه د خپلو ورځنیو چارو په ښه ترسره کولو کې سمه ګټه واخلي.
