د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه
د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیلخان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو د هېوادوال له دغه نیک اقدام څخه ستاینه کړې او څرګنده یې کړه چې د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ به په دې ځای کې نوې ودانۍ جوړه شي، ترڅو په راتلونکې کې یاد ښوونځی د منځني او لېسې تر کچې لوړ شي.
اوسمهال په دې ښوونځي کې شاوخوا ۶۰۰ تنه ماشومان په زدهکړو بوخت دي، چې د دې نوې ځمکې په اضافه کېدو سره به یې تعلیمي چاپېریال نور هم پراخ شي.
