پروان ولایت کې د یوې مدرسې جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱۹
6161

د پروان ولایت د پوهنې ریاست راپور له مخې، د یاد ولایت د بګرام ولسوالۍ پوهنې مسوولینو، یو شمېر علماءکرامو، مخورو او روڼ اندو په حضور کې د فاطمة الزهرا رضی الله عنها مدرسې د ودانولو چارې پیل شوې.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مدرسه به په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې د ۱۴ درسي ټولګیو سربېره به اداري خونې، تشنابونه او نورې اړینې اسانتیاوې هم ولري.
 د دغې پروژې ټولیز لګښت سل زره امریکایي ډالره اټکل شوی، چې د سیمې د خلکو له مرستو څخه به تمویل شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د ښوونیز نظام په ملاتړ کې د خلکو مرستې د ځانګړې پاملرنې وړ ګڼي او له دغو همکاریو څخه مننه او هرکلی کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پروان ولایت کې د یوې مدرسې جوړولو چارې پیل شوې

د پروان ولایت د پوهنې ریاست راپور له مخې، د یاد ولایت د بګرام ولسوالۍ پوهنې مسوولینو، یو شمېر علماءکرامو، مخورو او روڼ اندو په حضور کې د فاطمة الزهرا رضی الله عنها مدرسې د ودانولو چارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي: د یاد ولایت د کیتي ولسوالۍ یو تن د پوهنې ملاتړي، محترم حاجي عبدالله ابراهیمي خپله یو جریب شخصي ځمکه د سرتیغان کلي اړوند حضرت فاطمې «رضي الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د لغمان ولایت اندروړ لېسې د پاکو اوبو یو حلقه څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د لغمان ولایت د پوهنې ریاست راپور له مخې، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد له لوري د پادپښ ولسوالۍ اندروړ لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه افتتاح او ګټې اخیستنې. . .

BACK TO NEWS