نورستان ولایت ته د پوهنې وزارت سرپرست د سفر لنډ راپور:

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۲:۱۹
شسیبل

 د پوهنې سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي د پوهنې د رهبرۍ د ولایتي سفرونو په لړ کې په دې وروستیو کې د یادو ولایتونو د تعلیمي او تحصیلي وضعیت د څېړلو په موخه نورستان ولایت ته سفر وکړ.
 په پیل کې یې د دغه ولایت د پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه، د ریاست له رئیس، مشرتابه غړو او کارکوونکو سره یې وکتل او د یاد ولایت د پوهنې د پرمختګ او ننګونو په اړه یې مفصلې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
 د غونډې په پیل کې د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن د دغه ولایت د پوهنې سرپرست ته ښه راغلاست ووایه او د یاد ولایت ښوونیز وضعیت ته یې د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه وکړه. 
وروسته نوموړي د ترسره شویو کارونو او فعالیتونو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ، د پوهنې ریاست د پروګرامونو د پرمختګ په برخه کې یو شمېر ستونزې هم له اداري پلاوي سره شریکې کړې.
 ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست په هغه لویه غونډه کې چې د پوهنې رياست او مشرتابه په ګډون جوړه شوې وه، د نورو ادارو مسئولینو، استادانو، ښوونکو، زده کوونکو، علماوو او قومي مخورو هم پکې ګډون کړی وو ، د پوهنې وزارت د پروګرامونو  او د دغه  ولایت د ښوونیز وضعیت د ښه والي په اړه يې خبرې وکړې او له دوی څخه یې د پوهنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
 د سفر په ترڅ کې د پوهنې سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی د هغه ولایت ونډ پایګل ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د دارالعلوم روضې څخه د لیدنې پر مهال د دارالعلوم له استادانو، علماوو، قومي مشرانو او د دې ولسوالۍ د خلکو له استازو سره وکتل او له هغوی سره يې د ښوونې او روزني په برخه کې د پرمختګ او لاښه والي په اړه خبرې وکړې.  او د يادې ولسوالۍ له مشرانو يې وغوښتل چې خپل ماشومان ديني ښوونځیو او مدارسو ته واستوي.
  همدارنګه د کونړ ولايت د چپې درې او څوکۍ سرحدي ولسوالۍ چې د نورستان ولايت په ګاونډ کې پرتې دي او د يادو ولسواليو د پوهنې مسئولين هم حاضر وو، نوموړي يادو ولسواليو ته د سفر تر څنګ د يادو ولسواليو له ښوونيزو او روزنيزو بنسټونو څخه ليدنه او د يادو سيمو له مسئولینو او استادانو سره يې خبرې او غونډه وکړه. 
 د نورستان ولايت له ښوونځيو، مسئولينو او خلکو سره  د پوهنې وزارت سرپرست د ليدنو کتنو په پايله کې ټولو دغه ولايت ته د ياد وزارت د پلاوي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او د وزارت د پلانونو د تطبيق په برخه کې يې د هغوى د ملاتړ ډاډ ورکړ او په نورستان ولایت کې يې د پوهنې وزارت د پلانونو په تطبيق ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۲
Background image

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکي د کاري وړتياوو لوړونې له سیمیناره برخمن شول 

د بامیان ولایت پوهنې ریاست، د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د «اغېزمن تعلیمي مدیریت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د یاد ریاست په مقام کې جوړ کړ.
په دغه سیمینار کې د پوهنې ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى سيمينار جوړ شو 

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى روزنيز سيمينار، د یاد وزارت د علمي شورا د رٸيس محترم مولوي محمداسحق حقيقي، مسٸولينو او د مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د بامیان ولایت د ښوونځیو ۶۶ تنو ښوونکو په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ 

د هغو مېتودیکي ورکشاپونو په لړۍ کې چې د ملک د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د زده‌کړو کیفیت ښه‌والي په موخه پیل شوي دي، دا ځل په بامیان ولایت کې د «اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ترویج» تر سرليک. . .

BACK TO NEWS