ننګرهار کې دوو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې
پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د شهید دوست محمد او حافظ محمد خادم د لومړنیو ښوونځیو ودانۍ د یاد ولایت د پوهنې چارواکو، قومي مشرانو او یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو په ګډون سره پرانیستل شوې.
د یادو ښوونځیو ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اقرأ برنامې له لوري د څه باندې اته میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې ، چې هره ودانۍ ۶ ټولګي، د څښاک اوبو څاه ، درې غرفې تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې لري، چې په جوړیدو سره د سیمې ډیری ماشومانو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شو.
د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د دې ودانۍ په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د ودانیو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.
