ننګرهار ولایت کې د ۴۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۳:۴۵
12

د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند چتلې لېسې د ودانۍ رغنیزې چارې، چې یو کال وړاندې د ۴۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې همکارې ادارې په مرسته پیل شوې وې، د پوهنې رئیس مولوي محمد شریف «حلیمي»، مسئولینو، علماءکرامو او د یادې ولسوالۍ د خلکو د استازو په حضور کې ګټې اخیستلو ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځی ودانۍ په ۸۴۰ پایو مېزونو -- څوکیو سمبال۲۴ درسي خونې، ۲ لابراتوارونه، ۲ کمپیوټر خونې، لمریزې برېښنا سیسټم، او نور اړین محلقات لري، چې په دې سره له ۲۵۰۰ تنو څخه زیاتو زده کونکو ته د ښوونې او روزنې خوندي چاپېریال رامنځته شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

په بادغیس کې ۱۵۱۶شهادتنامې فارغانو ته وېشل شوې دي

د روان ښوونیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بادغیس ولایت پوهنې ریاست له لوري، د پوهنې وزارت مقام له تأیید وروسته، د دولسمو ټولګیو فارغانو ته ۱۵۱۶ قطعې شهادتنامې وېشل شوې دي.
همدارنګه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس پکتیا ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت ته لاړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي سره وکتل.
په دې لیدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي د کونړ له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د ښوونيزو برنامو د راپورونو د ارشد کارپوه ښاغلي بلال صافي په مشرۍ پلاوي، د کونړ ولایت له ښوونیز بهیر څخه د څارنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
د. . .

BACK TO NEWS