په بادغیس کې ۱۵۱۶شهادتنامې فارغانو ته وېشل شوې دي
د روان ښوونیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بادغیس ولایت پوهنې ریاست له لوري، د پوهنې وزارت مقام له تأیید وروسته، د دولسمو ټولګیو فارغانو ته ۱۵۱۶ قطعې شهادتنامې وېشل شوې دي.
همدارنګه، ۱۱۶۷ شهادتنامې د پایلو او شهادتنامو په سیسټم کې ثبت او د ۱۱۹۲ زدهکوونکو معلومات په یاد سیسټم کې داخل شوي دي.
د بادغیس ولایت د ۴۷ ښوونځیو د پایلو تأیید هم د پوهنې وزارت له مقام څخه ترلاسه شوی دی.
