میدان وردګ ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه،
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په اول خيلو کلي کې د هلکانو یوه ښوونځي ودانۍ تر بشپړېدو او رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ښوونځی د لسو درسي خونو او دوه اداري خونو په لرلو سره پنځه غرفې تشنابونه او یوه حلقه د څښاک اوبو څاه لري، چې په رغولو یې ٧.٦ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی اوپه راتلونکې کې به د ۳۰۰ زده کوونکو لپاره خوندي زده کړییز چاپېریال برابر شي.
د میدان وردګ د ښوونې او روزنې ریاست رییس د یادې ښوونځی په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د ښوونځیو په ساتلو کې پاملرنه وکړي.
