میدان وردګو ولایت کې یوه ښوونځي سره ۲۱۰۰ ټوکه درسي کتابونه مرسته شول
xپوهنې وزارت، میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت مرکز پورې اړوند، د محمد حامد واحدي، زینت الله قانت او ملګرو لخوا د مرکز فامیلیو ښوونځي سره ۲۱۰۰ ټوکه درسي کتابونه مرسته شول.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د نوموړې لیسې په انګړ کې جوړه شوې وه، د پوهنې ریاست اداري چارو مرستیال سید نعیم امرخېل، څارنې امر الحاج روح الله مجیب الرحمن محمودي، د فامیلیو ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او د یاد ښوونځي د شورای غړو ګډون کړی و.
پوهنې ریاست اداري چارو مرستیال او د فامیلیو ښوونځي چارواکو د واحدي او قانت کړنې وستاېلې او ټېنګ ملاتړ يې ځينې وکړ او د غونډې له ګډونوالو يې غوښتنه وکړه، چې د داسې اشخاصو له ښېګڼو ملاتړ وکړي او نور هم دې ته وهڅوي چې د هيواد له پوهنيز نظام څخه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې زده کوونکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
هېره دې نه وي، چې واحدي او قانت تر دې مخکې هم غازي امان ښوونځي سره ۲۶۸۲ ټوکه درسي کتابونو او ۱۰۰ متره مربع فرش مرسته کړې وه.
