مولوي حزب‌الله مبشر د جوزجان ولایت پوهنې رئیس په توګه وټاکل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۳
9

د پوهنې وزارت د پرېکړې او منظورۍ له مخې، د کندز ولایت د پوهنې پخوانی رئیس محترم الحاج مولوي حزب‌الله مبشر، د جوزجان ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه او په ورته مهال د جوزجان ولایت د پوهنې پخوانی رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد، د کندز ولایت د پوهنې رئیس په توګه ګمارل شوی دی.
د جوزجان ولایت د پوهنې د نوي رئیس پېژندګلوۍ په غونډه کې د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، د جوزجان ولایت یو شمېر چارواکو، د پوهنې وزارت مسوولینو، د دولتي ادارو استازو، علماءکرامو او د دغه ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ګډون درلود.
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې په ادارو کې د مسوولینو تبدیلي د چارو لاښه والي او په بېلابېلو برخو کې د وګړو له تجربو او وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې په موخه یو اداري اصل دی.
نوموړي زیاته کړه چې مسوولین باید د دندو بدلونونه د همکارۍ او مسوولیت‌پالنې په روحیه ومني او په هره دنده او مقام کې چې ګمارل کېږي، خپلې دندې په صداقت او ژمنتیا ترسره کړي.
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د مسوولیت پر امانتدارۍ د ټینګار ترڅنګ، له مسوولینو وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره او د دغه مهم امانت د ادا کولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۸
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس د فاریاب له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۶
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین د لوګر له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده، د لوګر ولایت پوهنې ریاست ته لاړ او د دغه ریاست له رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي، او د اړوندو برنامو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۳
Background image

مولوي حزب‌الله مبشر د جوزجان ولایت پوهنې رئیس په توګه وټاکل شو

د پوهنې وزارت د پرېکړې او منظورۍ له مخې، د کندز ولایت د پوهنې پخوانی رئیس محترم الحاج مولوي حزب‌الله مبشر، د جوزجان ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه او په ورته مهال د جوزجان ولایت د پوهنې. . .

BACK TO NEWS