محترم الحاج مولوي شیر محمد صدیقي د دایکنډي ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو
د افغانستان.ا.ا. مشرتابه عالي مقام د حکم پر بنسټ، د دایکنډي ولایت د چارواکو او مسئولینو په حضور سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم الحاج مولوي شیر محمد صدیقي د دایکنډي ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او د پوهنې پخوانی رئیس محترم الحاج مولوي رحمت الله قندیلي د همدغه ولایت د حج او اوقافو د رئیس په توګه وټاکل شو.
په یادو مراسمو کې، د دایکنډي ولایت مرستیال محترم الحاج مولوي احسان الله رحمتیار، د یاد ولایت د پوهنې، حج او اوقافو د پخوانیو رئیسانو له خدمتونو ستاینه وکړه، د پوهنې، حج او اوقافو نویو رئیسانو ته یې د هغوی د تازه دندو مبارکي وویله او د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې یې د خدای تعالی له دربار څخه د لا زیاتو بریالیتوبونو دعا وکړه.
ورپسې د پوهنې پخواني رئیس محترم الحاج مولوي رحمت الله قندیلي په دې مراسمو کې وویل: مولوي صاحب صدیقي ته د نوموړي د نوي سمت مبارکي وایم او د پوهنې په برخه کې له خپلو ټولو همکارانو څخه غواړم چې د نوي رئیس بشپړ ملاتړ وکړي؛ لکه څنګه چې دوی زما سره په صادقانه ډول او لېوالتیا سره همکاري کړې وه.
د یاد ولایت د پوهنې نوي رئیس په خپله وینا کې مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ د لارښوونو او احکامو سره سم به د خپلې پوهې او تجربې په کارولو سره د وزارت د پلانونو او پروګرامونو د پلي کولو لپاره نهایي هلې ځلې وکړي.
