له کابل او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
ننګرهار:
په ننګرهار ولایت کې د سویډن کمیټې سیمه ییز دفتر، د دغه ولایت په پچیراګام والسوالۍ کې د ښکته، شهابي او هسکې مېنې ښوونځي چې د جګړو له امله ویجاړې شوې وې، بیاځلې ورغول شوې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو او د دې والسوالۍ قومي مشرانو په ننګرهار کې د دغې کمېټې له دوامداره مرسته څخه مننه وکړه.
بلخ:
د بلخ ولایت د البرز والسوالۍ د پوهنې آمر ملا موسی جان زاهد د دې والسوالۍ د عمر فاروق، مظهرالعلوم، امام ابوحنیفه، عبدالله ابن عباس، قطبیه ابن سعد او د خالد ابن ولید د مدارسو له اداري او تدریسي چارو څخه یې لیدنه وکړه. د تدریسي چارو د ښه والي، اداري کړنو او د زده کوونکو د علمي سویې د لوړولو په برخه کې یې د یادو ادارو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
سرپل:
د سرپل ولایت د آسیا آباد د لېسې په انګړ کې د څښاک د اوبو د ذخیرې او واټرپمپ په نصبولو سره د دوو درسي ټولګيو او لسو تشنابونو د جوړولو چارې د NRC ولایتي موسسې د ادارې له لوري د ۶۰۰ او ۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل او ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني له يادې ادارې څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: چې د دغو درسي ټولګيو په جوړېدو سره به د زده کوونکو لپاره د زده کړې زياتې اسانتياوې برابرې شي.
کابل:
د کابل ولایت د چهارآسیاب والسوالۍ د پوهنې آمریت چارواکي وایي: د چهارآسیاب والسوالۍ د غونډو په تالار کې د دې والسوالۍ د والسوال، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د مسوول او د تعلیمي څارنې د غړو په حضور کې غونډه جوړه شوه. چې په دې غونډه کې یې د ښوونې او روزنې او د پوهنې وزارت د طرزالعملونو په یو لړ مواردو باندې خبرې وشوې.
کابل:
د کابل ولایت د سروبي والسوالۍ د پوهنې آمریت د تعلیمي څارنې غړي وايي: چې د دوی ښوونکو په څو بېلابېلو ګروپونو کې د دې والسوالۍ په دوو ښوونځیو کې یې بېلابیل مضمونونه لکه السنه، پیداګوژي، ریاضي ، کیمیا، دیني او نور ټولنیزو علومو یې په نمونه وي شکل تدریس کړي دي، چې په دې برخه کې هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.
