له پروان او لغمان ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۹:۸
123

پروان

د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني او ورسره مل پلاوي، د سالنګ ولسوالۍ د پوهنې ریاست له اداري او تدریسي فعالیتونو او د یادې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولو شاه جهان ساجد او د یاد ریاست د کیفیت تضمین آمریت مسئولینو، د الیشنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت او یو شمېر ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه او د پوهنې وضعیت د لا ښه والي په موخه یې مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د یو بل خبر له مخې؛

د لغمان ولایت پوهنې رئیس د یاد ولایت د ښوونیز او روزنیز فکري پراختیا بنسټ له استازي سره وکتل او د ښوونځیو د شوراګانو د پیاوړتیا په برخه کې یې د نورو مهمو ښوونیزو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي خبرې وکړې.

همدارنګه:

د لغمان ولایت پوهنې رئیس د ACDO مؤسسې له مسئولینو سره د لیدنې پر مهال، د چټکو زده کړو په سیمه ییزو  ټولګیو کې، د پوهنې د کیفیت د لاښه والي په اړه خبرې وکړې او د همغږۍ په اړه یې هوکړې ته ورسېدل.

یو بل خبر:

د لغمان ولايت کرېکټ لوبډلې د یاد ولايت د پوهنې له رئيس سره په ليدنه کې د تورنمنټ سياليو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
د یاد ریاست مشرتابه ډاډ ورکړ چې په دې اړه به تصمیم ونیسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې ریاست د ۴ بابه کانټینونو لپاره د بیا داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي:
همدارنګه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې له تعلیمي ادارو سره نږدې ۴ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې، د پنجشیر ولایت علم‌پروره اوسېدونکو لخوا په ټولیزه توګه ۳ مېلیونه۹۶۴ زره ۳۴۶ افغانۍ دیني مدارسو او ښوونځيو ته ورکړل شوې دي.
د یاد ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۵ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د ازموینې له. . .

BACK TO NEWS