له ٢٠٠ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۳۷
سزظطز

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په موخه، د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه.
د ياد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د آزموينې کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالواحد واحديار وايي: دا نوماندان چې شمېر يې تر ٢٠٠ تنو پورې رسېږي، په ج/هادي فعاليتونو کې د بوختياوو له امله د زده کړو له بهیر څخه بې برخي پاتې شوي وو؛ چې اوس کولای شي، له شته فرصتونو څخه په استفادې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې پروسې بریالي نوماندان به د هغوی له سویې سره سم د ښوونځیو په له اووم څخه تر دولسمو ټولګیو کې شامل شي.
تر دې وړاندې هم د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست، له سلګونو م/جاهدينو او راستنېدونکو مهاجرينو څخه د سويې د تثبيت آزموينه اخيستې او د زده کړو د دوام په موخه يې په مطلوبو ټولګيو کې شامل کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS