له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې د پوهنې یوه دوست شخصیت د یاد ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ضیاء القرآن مدرسې له ادارې سره د ۲۰۰ زره افغانیو مرسته وکړه.
د یاد ولايت پوهنې رياست د دې هېواد وال له مرستې څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ وويل، چې يادې پيسې به د څښاک د پاکو اوبو د څاګانو په کيندلو او يو شمېر نورو آسانتياوو برابرولو مصرف کړي.
بدخشان
د بدخشان ولایت پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال له لوري د یو شمېر مسئولینو په ګډون، د سایف شهید عالي لېسې د احاطوي دېوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد دېوال اوږدوالی ۵۷ متره دی، چې بودیجه یې د بدخشان پوهنې ریاست له لوري ورکړل شوې او د جوړولو چارې یې د رحمان ساختماني شرکت له خوا پرمخ وړل کېږي.
هرات
د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د سيفي هلکانو لېسې له تدريسي او پرمختيايي فعاليتونو څخه ليدنه وکړه او د يادې لېسې له مسئولينو سره يې د ښوونيزو پروګرامونو د لاښه والي په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د نوروز او استاد روزیقل خان د نجونو له لېسو څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د زده کوونکو اداري او تدریسي چارې و ارزول شوې.
کاپیسا
مولوي ذکرالله د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د خال محمد شهید دیني مدرسې د آمر په توګه و ټاکل شو او د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.
