له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۳:۵۶
1

نیمروز
د سیدال خان ناصر او شهید عبدالبصیر خصوصي ښوونځیو مسوولینو د نیمروز د پوهنې له ریاست سره د شل پایو دوه کسیزو میز لرونکو چوکیو مرسته وکړه.
د نيمروز د پوهنې رياست مشرتابه د يادو ښوونځيو د مسوولينو له مرستو څخه مننه وکړه.
همدارنګه:
د همدې ولایت د سیستان د هلکانو د لېسې اداري شورا هم د نیمروز د پوهنې د مسوولینو په شتون کې له یادې لیسې سره د شپاړلسو پایو ګازي بخاریو مرسته وکړه، ترڅو په ژمي کې ترې ګټه پورته کړي.
هرات:
د شهید فوزیې ښوونځي د دریم پوړ د جوړولو کار د یو تن خیرخواه شخصیت سید عبدالغفار په شخصي مرسته د هرات ولایت د پوهنې د مسوولینو په شتون کې پیل شو. د هرات ولايت د پوهنې ريس د دغه خیرخواه شخصیت له مرستو مننه وکړه.
نورستان:
په نورستان ولایت کې د اویک موسسې مسوولینو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمین سره وکتل او د نورستان د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره یې د پاکو اوبو د برابرولو په اړه خبر ورکړ.
ښاغلي متین د یادې ادارې د دغه نیک اقدام د ستاینې ترڅنګ له نورو بنسټونو هم وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې ورسره مرستې وکړي.
سمنګان:
د سمنګانو ولايت د پوهنې رئيس مولوي نصرت الله فيضاني د يوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت حضرت سلطان ولسوالۍ ته  لاړ او هلته یې له مسوولينو څخه وغوښتل، چې د پوهنې د موخو د ترلاسه کولو لپاره جدي کار وکړي او د ازموينې له بهير څخه څارنه وکړي.
بدخشان:
د بدخشان ولايت د شغنان ولسوالۍ د پوهنې آمر د يوې غونډې په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د ښوونځيو د ښوونکو د خدمتونو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او له هغوى يې وغوښتل چې د ١٤٠٢ نوي ښوونيز کال لپاره پلان جوړ کړي او د هېواد پوهنې ته د خدمت په موخه لا زيات کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند احیاءالعلوم الامنیه مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د دوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۳
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د پنجشېر ولایت دره، آبشار، حصه اول او پریان ولسوالیو اړوند د ساینس او ریاضي مضمونونو۱۱۲ تنو ښوونکو لپاره د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې موخه د. . .

BACK TO NEWS