له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۴:۹
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

نیمروز

مولوي عبدالغني شفیق د نیمروز ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو د نوي آمر په توګه معرفي شو.
د دې ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني د يادې شوې ادارې کارکوونکو ته د مبارکۍ او ورپېژندلو په ترڅ کې له نوموړي وغوښتل، چې خپلې ورځنۍ چارې د پوهنې له رياست سره په پوره همغږۍ ترسره کړي.

لوګر

د لوګر د پوهنې ریاست په وړاندیز د اداري او تدریسي چارو د ښه والي په موخه او د پوهنې وزارت په منظورۍ د دې ادارې ۱۳ تنه کارکوونکي چې په بېلابېلو بستونو کې یې کار کاوه، تغیر او تبدل شول.
 دغه بدلونونه د دې ولايت د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي او د سيمه ييزو رياستونو د نورو مسوولينو په ګډون د يوې لويې غونډې په ترڅ کې اعلان شول.
د لوګر ولايت د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز په دولتي ادارو کې تغیر او تبدیل یې يو اصل وباله او له تبدیل شويو کسانو يې وغوښتل چې په خپلو ورسپارل شويو چارو کې ښه کار وکړي.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د پوهنې وزارت له مالي او اداري ریس سره وکتل.
په دې کتنه کې د پوهنې وزارت مالي او اداري ریس د دغې ادارې د فعالیتونو ستاینه وکړه.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ وویل چې د پوهنې وزارت مشرتابه په دغه ولایت کې د پوهنې د بهیر د پیاوړتیا لپاره ژمنه ده، له راغلي پلاوي سره یې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې شریکې کړې.

پروان

د پروان ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ د شهید مولوي عبدالشکور شبیر د دارالحفاظ او د امام محمد شیباني له دارالعلوم څخه او د لویې او وړې دورې په کچه د فاضلانو او حافظانو له فراغت څخه نمانځل وشوه.
په دې غونډه کې د پوهنې رئيس مفتي محمد حسن حقاني او نورو ويناوالو د فاضلانو او حافظانو د فراغت له امله مبارکي وويله او زياته يې کړه: په هېواد کې له دارالعلومونو، مدارسو او دارالحفاظونو څخه اصلي موخه په شرعي او دیني علومو کې د ځوان نسل روزنه ده.

کندهار

د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د سواد زده کړې له ټولګیو څخه ۷۹ تنه زده کوونکي فارغ شول. دغو فارغانو ته په ۹ میاشتو کې د لیکلو او لوستلو روزنه ورکړل شوه.
د دې ولایت د پوهنې آمریت د سواد زده کړې مسوولینو فارغانو ته د مبارکۍ ویلو پرمهال هغوی یې لازیاتې زده کړې ته وهڅول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS