له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۹:۳۵
dsfghj

کندز
د کندز د پوهنې ریاست سکتوري غونډه جوړه شوه.
په دې کتنه کې د دغه رياست د اسلامي زده کړو معين مولوي غلام رسول حقاني د يادو ادارو د هوکړه لیک د نوي کولو، د ښوونیزو پروژو د پراختيا، په ښوونځيو کې د حفظ الصحې د پروګرام د پراختيا او د دغه رياست د مرستو په باب خبرې وکړې. په علي آباد او امام صاحب ولسوالۍ کې د پوهنې رياست د غصب شويو جايدادونو پر سر د کرنې رياست پر مرستو یې ټينګار وکړ.
سرپل
 د سرپل ولايت د پوهنې ريس مولوي محمد رحماني په سيدآباد په کوهستاناتو والسوالۍ او د سرپل په مرکز کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معينيت له خوا د نغدي مرستو د ويش لړۍ پيل کړه. نوموړي له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال علماوو ته د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې په اړه یې خبرې وکړې او د ښوونځیو د ښوونیز کیفیت په لوړولو یې ټینګار وکړ.
هرات
د سیرت النبی سیالیو ممتاز زده کوونکي د عبدالظاهر بشیري او پسران خصوصي موسسې د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنې او د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو، علماوو او د زده کوونکو د والدینو په شتون کې وستایل شول.
دهرات د پوهنې ريس مولوي شهاب الدين ثاقب د دغې سيالۍ د ترسره کولو له امله د کميسيون له هلوځلو څخه د مننې په ترڅ کې له هغو بنسټونو او خلکو څخه مننه وکړه چې په دې ارزښتناکه سيالۍ کې يې مرستې کړي دي.
بلخ
بلخ
د بلخ ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه ترسره شوه.
د بلخ ولايت د پوهنې ريس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د مراجعينو د ستونزو او شکايتونو د حل په برخه کې د لارښوونې او بلنې رياست د پروګرامونو پر عملي کېدو د ټينګار ترڅنګ، د شهادتنامو پر اداري چارو چټکتیا، د زده کوونکو د حاضرۍ په اړه یې ټينګار وکړ. او همدا ډول د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د شته ستونزو د حل په موخه د غونډې ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي: د ۷۸ دولتي ښوونځیو او ۱۵ خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره د اداري ناستې پر مهال یې له هغوی وغوښتل چې په خپلو ښوونځیو کې د اداري او تدریسي چارو په ترسره کولو کې له صداقت او ایمان څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS