له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۹:۴۱
خبرهای کوتاه معارف ولایات
  • فراه

دفراه ولايت د پوهنې د څارنې غړو د دغه ولايت په ښاري حوزه کې له پنځو ښوونځيو څخه څارنه او کتنه وکړه .

  • کندز

څه موده وړاندې د کرکټ هغه ورزشي سیالۍ چې د کندز ولایت د ښاري حوزې د ښوونځیو د ۱۲ ټیمونو ترمنځ د دغه ولایت د پوهنې ریاست د بدني روزنې د مدیریت له خوا په لاره اچول شوې وې، د حضرت علي لېسې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په پاى کې هغه جايزې او ورزشي وسايل چې دکندز ولايت دپوهنې رياست د بدني روزنې د مديريت له خوا چمتو شوي وو د پوهنې ريس محمد اسماعيل ابو احمد او د نورو مېلمنو له خوا د لومړي او دويم مقام په ټيمونو ووېشل شول .

  • خوست

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د دغه ولایت د باک ولسوالۍ د کوزه تره کي ښوونځي د بیارغونې چارې د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د ولسونو د شوراګانو په څارنې سره پیل شوي او په ښه توګه پرمخ ځي.

  • لوګر

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ولایت د پوهنې ریس مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ جوړه شوه.
په دې کتنه کې د لوګر د پوهنې ریس د پوهنې په برخه کې د یادو بنسټونو د فعالیتونو او کاري راپورنو په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د پوهنې د لازیاتو خدمتونو په برخه کې له موږ سره تر خپله وسه مرستې وکړي.
په یو بل خبر کې:
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د پوهنې آمریت د مسوولینو له خوا د ښوونځیو د کلنۍ ازموینې د چمتووالي په موخه غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ۲۵ دولتي ښوونځیو مسوولینو پر اداري مسایلو سربېره د دې ازموینو د ترسره کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

  • همدارنګه:

له لوګر ولایت نه په رارسیدلي خبر کې ویل شوي، چې په دغه ولایت کې د ۵۹۸ تنو نویو ګمارل شویو ښوونکو د ګومارنې بهیر بشپړ شوی، چې ۹۳ یې ښځې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS