له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
غزني
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي، غزني ولایت پوهنې ریاست مسئولینو او د پوهنې همکارو بنسټونو استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه د یاد ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت پلاوي د همکارو بنسټونو له استازو څخه وغوښتل، چې خپل ټول فعاليتونه د پوهنې له رياست سره په همغږۍ ترسره کړي.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ تعلیمي مرکز ۹۲ پایې کمپیوټرونه چمتو او د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو ۹ لېسو ته یې ووېشل.
جوزجان
د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت درزاب او قوش تپې ولسوالیو ته ولاړ او هلته یې د پوهنې مسئولینو ته د لازمو لارښوونو ترڅنګ له دیني علماوو او مشرانو سره وکتل.
نوموړي د خپل سفر اصلي موخه د یادې ولسوالۍ د مدارسو لپاره د نویو بستونو وېشل یاد کړل.
هلمند
د هلمند ولایت د نوزاد او نهرسراج ولسوالیو دیني علماوو او مخورو د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري سره وکتل.
دوی د خپلو کلیو د پوهنې ستونزې هم ورسره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د هلمند پوهنې رئیس له دوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
سرپل
د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی سیمینار چې د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بدني روزنې او ا صول صنفي ښوونکو لپاره په لاره اچول شوی و، پای ته ورسېد.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محمد رحماني د بدني روزنې د ښوونکو د دندو او مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
