له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
هرات
د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست پلاوي دیوه رسمي سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د پوهنې ریاست د نتایجو او شهاتنامو د وېش له مدیریت څخه لیدنه وکړه او د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه یې د برېښنايي شهادتنامو د وېش لړۍ پرانیستله.
د ياد ولايت د پوهنې رئيس د پوهنې وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د شهادتنامو د برېښنایي کولو په تړاو یې خوښي څرګنده کړه.
په هرات ولایت کې د دولتي او خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو د ٢٠ ټيمونو ترمنځ د (فتحې او خپلواکۍ) کپ تر عنوان لاندې د فوټبال سيالۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د رئيس مولوي عبدالله اميني، د ښوونځيو د مديرانو، غړو او د بدني روزنې د ښوونکو په ګډون پيل شوې.
د هرات ولایت د پوهنې رئيس سپورټ د ذهني او جسمي روغتيا لپاره يو مهم عنصر وباله او د دا ډول سياليو پيلول يې مهم او ارزښتناک وبلل.
هلمند
په هلمند ولایت کې د LKRO مؤسسې مسئولینو د ۷۶ دیني مدارسو پر زده کوونکو قرطاسیې او نور ښوونیز توکي ووېشل.
دغه مرستې په ١٤٠ بستو کې ځاى پر ځاى شوې وې، چې د ياد ولايت د پوهنې رياست په مرسته د يادو ښوونځيو زده کوونکو ته ورکړل شوې.
د هلمند د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د يادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.
دایکندي
د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې د پلاس او چارصدخانه سیمو یو شمېر قومي مخورو د چهارصدخانه د هلکانو لېسې د ستونزو په اړه د پوهنې ریاست له سرپرست قاري عنایت الله سهار سره خبرې وکړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د دایکندي د پوهنې ریاست مشرتابه د پوهنې په برخه کې د سیمې د خلکو د همکارۍ له امله مننه وکړه او د مرسته ژمنه یې وکړه.
بغلان
د بغلان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي د دغه ولايت د مرکزي اناثیه دارالعلوم د اداري او ښوونيزو فعاليتونو د څېړنې په ترڅ کې د زده کوونکو د علمي سویې ازرونه وکړه او د ځینو مهمو اداري او ښوونیزو مسایلو په تړاو یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
