له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۹:۲۹
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

بغلان

د بغلان ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني، د پوهنې رئيس، د علماوو شورا او د جهادي مدرسې مسوول د يوې کاري غونډې په ترڅ کې د دې ولایت د جهادي مدرسې لپاره د یو مناسب ځاى پر ټاکلو سربېره د یادې مدرسې د ودانۍ د جوړېدو او د ښوونځیو او دیني مدارسو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر رامنځته کېدو ټینګار وشو.

کابل

د ګلدرې ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر د دې آمریت د اړوندو ښوونځیو له آمرینو، مدیرانو او ښوونکو سره ناسته وکړه او د کاري ډسپلین، اداري اسنادو، د کاري پلان د جوړولو، په ښوونځیو کې د افتخاري ښوونکو د ګمارنې. او په په ښوونځيو کې د اته ګونو کمېټو د فعال ساتلو په باب خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

د کابل قره باغ ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د دې ولسوالۍ د ۱۷ ښوونځیو له ښوونیزو فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادو ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته یې د ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه لارښوونې وکړې.

غزني

د غزني ولایت د تعلیمي څارنې آمریت کارکوونکو په یوه څارنیز پروګرام کې د شاه میر صاحب، سید احمد مکه یي، دریم پلان، حضرت یحیی ، توحید آباد او د سلطان محمود غزنوي له ښوونځیو او همدارنګه د قاري هدایت الله، د سعد بن معاذ ، باقر العلوم، امام قایم بکاول، فاطمه الزهرا، میرویس هوتک او د زړو ښار له دیني مدارسو او دارالعلمونو څخه څارنه وکړه.

بلخ

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د مسلکي پراختیا آمریت د دغه ولایت د یوسف خېرخواه لېسې د ۳۱ تنو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ کړ او هغوی ته یې د تدریس د نویو مېتودونو په برخه روزنه ورکړه.
 دغه اداره په پام کې لري چې یاد سیمینار د بلخ د ټولو ښوونځیو ښوونکو ته چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS