له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
پکتیا
په زرمت ولسوالۍ کې ښوونځیو ته د ۵۲ زره او ۱۷۲ ټوکه درسي کتابونو د وېش بهیر پیل شو.
په همدې اساس د زرمت ولسوالۍ د پوهنې آمر له هغه ۱۲ ورځني سیمینار څخه چې د سیمه ییزو ښوونځیو د ښوونکو لپاره په لاره اچول شوی وو لیدنه وکړه او پر ارزښت یې له ګډونوالو سره خبرې وکړې.
پنجشیر
د پنجشیر ولایت د پوهنې رئیس مولانا غلام ایشان حماس په وینا؛ په پلان کې ده، چې سږ کال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۲ ښوونځیو او ۳ بابه دیني مدارسو ودانۍ په اساسي ډول ورغول شي.
نوموړي زياته کړه: د دغو ښوونځيو او مدارسو په رغولو کې ۱۷ مليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي .
نیمروز
د نیمروز ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني تر څارنې لاندې د پوهنې ریاست د پروګرامونو له مسوولینو سره اداري ناسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ادارو او پروګرامونو د مسوولینو ترمنځ پر همغږۍ او د اداري او تدریسي چارو د چټکتیا په موخه خبرې وشوې.
پوهنې رئیس د کارکوونکو په اخلاص سره د کارونو پر دوام ټینګار وکړ او د تعلیمي څارنې غړو ته یې لارښوونه وکړه چې د پوهنې په ټولو برخو کې عدالت او شفافیت رامنځته کړي.
غزني
د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې پلاوي غزني ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د ښوونې او روزنې له آمر قاري محمد ابراهیم حنفي سره وکتل. د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا، ټاکل شوې دغه کمېټه د دې ولایت په مرکز او همدارنګه قرباغ، خواجه عمري او جاغوريو ولسواليو کې د غزني د پوهنې آمریتونو اداري فعاليتونه وڅېړي.
له دې ولایت څخه
د مالستان ولسوالۍ د پوهنې آمریت اداري غونډه د دې ولسوالۍ د پوهنې د آمر عبدالجمیل رؤفي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د دې آمریت لپاره د ملا امام او مبلغ د ټاکلو ترڅنګ د لاندو موضوعاتو په باب خبرې وشوې: د نویو زده کوونکو د پایلو او لیستونه موجودیت، په مالستان ولسوالۍ کې د ښوونکو د روزنې بيا پيل، د لابراتوار د موادو کمښت، د دیني مدارسو د احصایې راټولول، د خیالي زده کوونکو د شاملیدو مخنیوی او څارنه او په دې ولایت کې د مرستندویو موسسو د فعالیتونو په باب لازمې پرېکړې وشوې.
