له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
غزني
د غزني ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي میرنصیر احمد حسیني تر څارنې لاندې د سیمه ییزو ادارو او مرستندویو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
د دولتي ادارو او بهرنیو بنسټونو مسوولینو د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو راپور د غونډې مشرتابه پلاوي ته وړاندې کړ او د همکاریو هوکړه لیک یې یو ځل بیا تمدید کړ.
له بلې خوا د غزني پوهنې رئيس د مرستندویو بنسټونو له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له استازو وغوښتل چې خپلې ټولې چارې د پوهنې له رياست سره په همغږۍ ترسره کړي.
د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د پوهنې آمریت اداري غونډه د آمرینو، مدیرانو او سیمه ییزو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې کاري غونډه کې د مرستندویو بنسټونو د همغږۍ او فعالیتونو او همدارنګه په اسنادو کې د خیالي زده کوونکو د شاملیدو د مخنیوي، د اداري او تدریسي کتابونو د جوړښت، د نویو زده کوونکو د احصایوي جدولونو د ترتیب په باب خبرې وشوې او لازمې پرېکړې ترسره شوې.
بلخ
د فوټسال پسرلني ټورنمنټ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د بلخ ولايت د پوهنې رياست د ښوونې او روزنې آمر مولوي غفران هجرت او د ښاري ښوونځيو او د دهدادي ولسوالۍ د ورزشي ښوونکو په ګډون پرانيستل شو. ښاغلي هجرت سپورت د خلکو په ژوند کې مهم وباله او له ښوونکو یې وغوښتل چې د ورزشکارانو په ټاکلو کې د ښوونځیو د زده کوونکو استعدادونه او وړتیاوي په پام کې ونیسي.
د غونډې په پای کې د ورزشي مضامینو ښوونکو او د ټیم غړو ته ورزشي وسایل ووېشل شول.
په بل خبر کې
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخیل د یوې خصوصي لیسې د اداري چارو او تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه.
د پوهنې رئیس د درسي نصاب او د ښوونکو د تدریسي مېتودونو، د زده کوونکو حاضري، د ښوونځي فضا او د زده کوونکو د علمي سویې ارزونه وکړه او د یادې لېسې یو شمېر مستحقو او ممتازو زده کوونکو ته یې د ستاینلیکونو په ورکولو سره ستاینه وکړه.
ارزګان
د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې د آمر او کارکوونکو په ګډون یوه کاري ټیم د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ۷ ښوونځیو له درسي فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادو ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته د ښوونیزو چارو د ښه والي په موخه لازمې مشورې او لارښوونې وکړې..
