له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
5454

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې، چې یادې پیسې د ښوونځیو د ترمیم او درېیو نویو درسي ټولګیو جوړولو په برخو کې په اغېزمن ډول لګول شوې دي.

پکتیا
د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ  سلام‌خېل لېسې لپاره د دوو علم پروره ځوانانو په مالي ملاتړ د ۵۰ زره افغانیو په لګښت ازمېښتوني توکي وپېرل شول.

میدان‌وردګ
د میدان‌وردګ ولایت د کوه‌ګرد عالي لېسې له بې‌وزلو زده‌کوونکو سره د یوه معارف دوست ځوان له لوري د ۱۲۴ زره افغانیو په ارزښت د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۱۵۵ کڅوړې مرسته وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS