له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
بلخ:
په بلخ ولايت کې د يونيسف د سيمه ييزې ادارې مسوولينو د دغه ولايت د پوهنې له رئيس مولوي عبدالجليل شهیدخېل سره د ليدنې پر مهال د دې ولایت د پوهنې رياست ته د ظرفيتونو د لوړولو، ښوونکو ته د سيمينارونو د جوړولو او د زده کړو د زمينې د برابرولو او ماشومانو ته د خدمتونو د وړاندې کول په برخو کې له خپلو مرستو څخه خبر ورکړ. او د دې پروګرامونو په پلي کولو کې د دې ریاست له مشرتابه څخه د مرستو غوښتنه وکړه.
چې د دې ولایت د پوهنې ریاست له دوی سره په دې برخه کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.
لغمان:
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین د پوهنې د څارنې پلاوي د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې له آمرینو سره په ګډه د دې ولسوالۍ د ۱۴ ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د ښوونې او روزنې د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
فاریاب:
د فارياب ولايت د پوهنې رياست اداري غونډه د دغه ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله په مشرۍ د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو داړوندو آمریتونو د آمرینو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پوهنې د غصب شویو ځمکو د مخنیوي، پر وخت سره د آمریتو د چارو عملي کول، د اسلامي زده کړو د اداري چارو د ښه والي او د آمریتونو د ګدامونو د ایجاد په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
پروان:
د پروان ولايت د پوهنې رئيس مفتي محمد حسن حقاني د ښو ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ياد ریاست له کارکوونکو سره غونډه وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې د شفافو او ګټورو خدمتونو په وړاندې کولو کې جدي هڅې وکړي او همدا ډول د اسلامي شريعت ټولو اصولو ته په درناوي سره چلند وکړي.
دایکندي:
د دایکنډي ولایت د پوهنې سکتور غونډه د دغه ولایت د پوهنې ریاست سرپرست او د بشري سرچینو د عمومي مدیر قاري پیر محمد زاهدي تر څارنې لاندې د مرستندویو ادارو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
د غونډې برخه والو د دولتي ادارو او بهرنيو موسسو پر فعاليتونو خبرې وکړې او د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې يې يو ځل بيا خپلې ژمنې تمدید کړې.
