له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت د ۱۵ کارکوونکو لپاره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست د مسوولینو له خوا درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د دوى په وينا: د دغه پروګرام له پيلولو څخه يې موخه د ښوونکو لارښوونه ده، ترڅو بې سواده کسانو ته د ليک او لوست زده کړه ورکړي.
لغمان:
سیدعمر شهیدخیل د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د منګو د لېسې د آمر په توګه د دې ولسوالۍ د پوهنې رئیس لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو.
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د اسلامي امارت له بریا وروسته د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکا له لوري د بمونو د مور د غورځولو په ځای کې یو ښوونځی جوړ شوی، چې سلګونه زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.
نیمروز:
د افغانستان د معلوماتو مرکز د نیمروز د پوهنې ریاست د فروخي ، رودبه لېسو او د حسابدارۍ د انیستیوت د ادارې لپاره یې د ازادې مطالعې او له نصابه څخه بهر څه باندې ۲۴۰ ټوکه کتابونه مرسته کړې ده.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني له يادې ادارې څخه د مننې ترڅنګ د نورو ښوونځيو د کتابتونونو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه.
میدان وردګ:
د کابل عامه کتابتون د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د موسی شهید لېسې د کتابتون لپاره د څه باندې ۲۰۰۰ جلده کتابونو مرسته کړې د دې ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
