له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۲:۲۴
فشرده چند خبر از فعالیت معارف ولایات

ننګرهار:
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د دغه رياست له کارکوونکو سره مياشتنۍ اداري غونډه وکړه او د اصولو او ايماندارۍ له مخې يې د اداري چارو په اړه ورسره خبرې وکړې.
له بلې خوا په دې غونډه کې کارکوونکو او مسوولينو هم خپلې ستونزې او نظريات د رياست مشرتابه ته وړاندې کړل.
پکتیکا:
د پکتیکا ولایت د ښوونې او روزنې آمر مولوي عبدالقیوم فاروقي د برمل ولسوالۍ له خلکو او د پوهنې له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د کیفیت په موخه د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب پر تطبیق خبرې وکړې. او همدارنګه په ښوونیزو مرکزونو کې د ځوانانو د استخدام په اړه معلومات وړاندې کړ
نوموړي د دغه ولایت په سیمه ییزو مدارسو کې د ۲۲ تدریسي بستونو د منظورولو اعلان هم وکړ.
بلخ:
د چهاربولک والسوالۍ د پوهنې آمر قاري جمشید ابوسهیل او د بلخ ولایت د شولګر والسوالۍ د پوهنې رئیس مولوي محمد یاسین حماس د اړوندو ولسوالیو د پوهنې له مسوولینو سره ناسته وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د پوهنې وزارت لارښوونې عملي کړي. د شپږم ټولګي څخه پورته د ښځینه وو  ښوونځیو د بندولو په اړه ثاني امر ته جدي پاملرنه ولري.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني د دغه ولايت د محمود راقي لېسې د دولسم ټولګي يو تن هغه زده کوونکی په نغدي پیسو په ورکولو سره وستایه، چې په ډېرو کمو امکاناتو یې اسکواتور، موټر او کوچنی کرین جوړ کړی و.
نوموړی دغه راز  د دغه ولايت د حضرت مصعب د هلکانو لېسې او عاشورخېلو د منځني ښوونځي د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې يې زده کوونکي وهڅول، چې د زده کړو له لارې د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.
نیمروز:
د نیمروز ولایت د فروخي هلکانو لېسې ادارې د دې لېسې د شپږو کمیټو غړي وستايل.
د غونډې ګډونوالو د دغه ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د داسې  علمي او فرهنګي غونډو په جوړولو خوښي څرګنده کړه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS