له ولایاتو څخه د پوهنې د فعالیتونو خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۲:۸
بخشی از فعالیت های معارف در ولایات کشور

هرات:
د هرات ولایت د مرکزي جهادي مدرسې او اسلامیه دارالعلوم د ۲۱۰ تنو فارغانو د فراغت مراسم د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د دغه ولایت د والي، د پوهنې د ریس، د پوهنې د مسوولینو، دیني عالمانو او د فارغانو د والدینو په حضور کې د هرات په جامع جومات کې ترسره شو. د پوهنې وزرات د کیفیت د تضمین معین او نورو مسوولینو د دیني مدارسو او همدا دول د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او زده کوونکي یې له خپلو مسوولیتونو څخه خبر کړل.

لوګر:
د لوګر د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د دغه ولایت ازري ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د دې ولسوالۍ د ښوونځیو د دولسم ټولګيو زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې د ګډون او وینا پر مهال یې محمدولي منصور د دې ولسوالۍ د پوهنې آمریت د امام او مبلغ په توګه ټولو ګډونوالو او کارکوونکو ته معرفي کړ.
خوست:
د پوهنې وزارت د چارواکو له غوښتنو سره سم انجینیر احمدالله د خوست ولایت د پوهنې ریاست د تدارکاتو د مدیر په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ.
ننګرهار:
د جاپان هېواد د UMCA موسسې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د دې ولایت د اچین ولسوالۍ د ۴۵ ښوونځیو لپاره ۳۵۰ د لیکلو لپاره تورې تختې، ۳۵۰ تختې غالۍ او نور د کار وړ شیان یې مرستې وکړې.
همدارنګه:
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي: د یونیسف ادارې د ایکوار موسسې په مرسته د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د چمتلي په عالي لېسه کې د اوبو د زېرمه کولو او د اوبو په څاګانو کې د لمریزې برېښنا د سیسټم په نصبولو سره WASH سیستم  فعال شو. د دغه سیستم په جوړیدو سره به د دغه ولایت د زرګونو زده کوونکو اړتیا پوره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند احیاءالعلوم الامنیه مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د دوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۳
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د پنجشېر ولایت دره، آبشار، حصه اول او پریان ولسوالیو اړوند د ساینس او ریاضي مضمونونو۱۱۲ تنو ښوونکو لپاره د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې موخه د. . .

BACK TO NEWS