له ولایاتو څخه د پوهنې اړوند لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۱۱:۶
گزارشات مختصر از کارکردهای  معارف در ولایات

پکتیکا:
د پکتیکا ولایت د ګیان والسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولینو د دې والسوالۍ د امام ابوحنیفه مدرسې له کلنۍ ازموینې څخه د څارنې او د ازموینې د سوالونو او نورو معیارونو د څېړلو پرمهال د ازموینو پر عدالت او شفافیت ټینګار وکړ.
کندهار:
د کندهار د خاکریز والسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالحنان د یوه پلاوي په ملتیا د عشرې مبشرې دارالعلوم له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او مسوولینو ته یې د تدریسي کیفیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دغه ولایت کامدېش والسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دې والسوالۍ د پوهنې له آمر او د پوهنې له کارکوونکو سره وکتل او هغوی یې وهڅول چې خپلې دندې په صداقت سره ترسره کړي. په دې کتنه کې یې د مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه هم وارویدل او د حل په برخه کې یې ورسره ژمنه وکړه.
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ریاست د ښوونې او روزنې د آمر مولوي عبیدالله هشام په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د لوګر د پوهنې ریاست سره مرستندویو ادارو د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور او د راتلونکې میاشتې لپاره خپل پلانونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
بلخ:
د دې ولایت د بلخ والسوالۍ په نوبهار او فریده بلخي لېسو کې د څښاک د اوبو د دوو څاګانو او د ۸ سیپټیک د جذب څاګانو کیندل دوه پرمختیايي پروژې څه موده وړاندې د اکتید د ولایتي ادارې له خوا د ۶۳۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې. د دغه ولایت د پوهنې ریاست او د یادې ادارې د استازو په حضور کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS