له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې ځینې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۰:۲۴
تاعغل

- د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې ترلاسه شوي خبرونه ښیي چې؛ د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه عالي مقام د فرمان او د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د ښوونځیو د زده کونکو د یونیفورم د یو شان والي او په تعلیمي مرکزونو کې د مختلفو جامو له اغوستلو څخه د مخنیوي په موخه، د هېواد په کچه اوسمهال د پوهنیزو ادارو زده کونکي خپلو تعلیمي مرکزونو ته له ځانګړو جامو سره حاضرېږي.

- لوګر:
د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي د زرغون او صحي چاپېریال رامنځته کولو لپاره، د یادې ولسوالۍ میرزاخېل لومړني ښوونځي ته د ۱۵ زره افغانیو په لګښت، د کیمیاوي سرې، میوه لرونکو او زینتي نیالګیو مرسته وکړه.

- فاریاب:
د فاریاب پوهنې ریاست لخوا، د مدارسو او دارالحفاظونو د مسئولینو او مهتممینو لپاره د قوانینو، کړنلارو او د اسلامي زده کړو د لایحو تشرېح تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS