له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
غزني:
د غزني ولایت د پوهنې ریس مولوي محمد منیر منصور له خپلو کارکوونکو سره میاشتنۍ غونډه وکړه، چې د دیني مشورو پرمهال یې اړوندو مسوولینو ته امر وکړ، چې په پوره همغږۍ او له هر ډول تبعیض څخه پرته د خلکو خدمت وکړي.
هرات:
د هرات ولایت د فارسی والسوالۍ د پوهنې آمر مولوی ملا محمد هجرت له خالد ابن ولید مدرسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
له بلې خوا
د دغه ولایت د ګذرې د پوهنې آمرین او د څارنې غړي د مجدد الف ثاني لومړني ښوونځي د تدریسي او اداري چارو د لیدنې پرمهال د زده کوونکو له ټولګیو څخه هم لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د ښوونیزو پروګرامونو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست د څارنې د عمومي مدیریت غړو د کلکان ولسوالۍ د پوهنې ریاست ټول مالي او اداري اسنادونه یې وڅېړل او په لازمو مواردو کې یې مسوولینو ته لازمې لارښوونه وکړې.
همدارنګه:
د يادې ولسوالۍ د پوهنې د څارنې مسوولين وايي: د کلکان د نسوان مشواني د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو له اداري او تدريسي چارو يې څارنه کړې، د ښوونکو ارزونه يې کړې او د يادو ښوونځيو د کلنۍ ازموينې پوښتنې يې هم لاسلیک کړي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ د پوهنې په سطح سیرت النبي (ص) سیالۍ ترسره شوې چې د دې ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو زده کوونکو په کې برخه اخیستې وه. د مسوولينو د څرګندونو له مخې: د دغو سياليو له ترسره کولو څخه يې موخه زده کوونکي د اسلامي علومو مطالعې ته هڅول او د رسول الله (ص) په سيرت په بشپړه ډول پوهیدل دي.
په ورته ډول:
د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي ایام الدین حماسي د دې ولسوالۍ د بویه ناصري له لېسې څخه یې لیدنه وکړه.
او همدارنګه د قولاب لېسې د استادانو ارزونه یې هم وکړه.
