له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
خوست
د خوست د پوهنې رئيس مولوي سيد وسيم مليار او ورسره مل پلاوي مرکز ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر الحاج مولوي حبيب الله آغا، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو، مالي او اداري معينانو او د پوهنې وزارت د دفتر له عمومي ريس سره کې وکتل.
په دې کتنه کې د خوست د پوهنې رئيس د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د وزارت له مشرتابه سره خبرې وکړې او د يادو ستونزو په حل کې يې د مرستو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د پوهنې وزارت مشرتابه له یادې ادارې سره د يادو ننګونو او ستونزو د هواري په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د دغه ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې په جوړه شوې خبري ناسته کې د اسلامي امارت له فتحې وروسته د پوهنې په برخه کې پر لاسته راوړنو، ننګونو او ځینو مسایلو خبرې وکړې. د دې ادارې د دندو په باب یې خلکو ته معلومات ورکړل.
کابل
د OCCD موسسې سیمه ییزو کارکوونکو د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ له قومي مخورو سره د لیدنې پر مهال د بالاجوی او د سنګ په سیمو کې د سواد زده کړي په برخه کې د سیمه ییزو او ګړندي زده کړو ټولګي پرانیستل.
پکتیکا
د پکتيکا ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرزا علي خان سعيد په دغه ولايت کې د يونيسف او سويډن د سیمه ییز دفتر له مسوولينو سره په ګډه ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په نوي تعلیمي کال کې له دې رياست سره په همغږۍ خپل فعاليتونه او مرستې پراخه کړي.
جورجان
د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د دغه ولایت د خصوصي دیني مدارسو له مسوولینو سره ناسته وکړه او د عالمیه، عالیه او خامسه درجو د ګډو کلنیو ازموینو د اخیستلو په اړه یې له هغوی سره خبرې او پرېکړې وکړې.
